ویسا: ۴۰ سلنه کاندیدان د خپلو شخصي ګټو په غم کې دي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو تر څنګ د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په لومړي مخ کې لیکلي چې ۴۰ سلنه کاندیدان د خپلو شخصي ګټو په غم کې دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د ځوانانو د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز د یوې نظرپوښتنې پر بنسټ ویلي چې ۴۰ سلنه کاندیدان د خپلو شخصي ګټو لپاره هڅه کوي چې د ملت کور ته ورسېږي.

ویسا د سرچینې په وینا دا هم لیکلي چې ډېری کاندیدان له خپلو مسؤلیتونو خبر نه‌دي او هڅه کوي چې په کامیابۍ سره خپلې شخصي ګتې خوندي کړي.

په مطلب کې راغلي، نوموړي مرکز ویلي چې دوی ۲۰۳ کاندیدان پوښتلي چې له دې شمېر څخه ۲۳ سلنه‌یې سیاسي پوهه نه‌لري، ۶۰ سلنه‌یې له خپلو مسؤلیتونو بې‌خبره دي او ۴۰ سلنه‌یې د خپلو شخصي ګټو لپاره وکالت ته د رسېدو هڅه کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت د ساتنې غوښتنه شوې.
  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت ساتنې غوښتنه کړې ده.

په مطلب کې راغلي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رسنیو د کمېټې مسؤل رفیع صدیقي له امنیتي ارګانونو غوښتي چې د انتخاباتو په ورځ د خبریالانو امنیت ونیسي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې په دغه ورځ باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین لازم معلومات له رسنیو او خبریالانو سره شریک کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې انتخاباتي کمپاینونو د ولسي جرګې په عمومي مجلس سیوری غوړولی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې عمومي غونډه د وکیلانو د نه‌موجودیت له امله جوړه نه‌شوه.

دا په داسې حال کې ده چې مجلس پرېکړه کړې وه چې د کمپاینونو پر مهال به یوازې د دوشنبې په ورځو عمومي غونډې لري.

ورځپاڼې د همدغې موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې هم لیکلي او ویلي یې دي چې د خلکو د استازو دا عمل له قانونه سرغړونه ده او د مجازاتو وړ بلل کېږي.

انتخاباتي کمپاینونو د ولسي جرګې په عمومي مجلس سیورۍ غوړولی.
  • هېواد

هېواد دولتي ورځپانې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې بیعت د اسلام یو اصل دی او د اسلام خلیفه‌ګان هم د جبر پر اساس نه، بلکې د ټاکنو او رأیو پر اساس خلافت ته رسېدلي دي.

په مطلب کې راغلي چې د دغه کمېسیون رئیس له دیني عالمانو غوښتي چې خلکو ته د ټاکنو په اړه لازم معلومات ورکړي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

هېواد بیا په یو بل مطلب کې د انتخاباتو په اړه لیکلي چې دوه لکه او ۳۵ زره څارونکي به د انتخاباتو په ورځ له انتخاباتو څارنه وکړي.

په مطلب کې راغلي چې په دغو څارونکو کې ۱۹ یې نړیوال څارونکي دي، خو په مطلب کې د دغه کمېسیون د ویاند په حواله راغلي چې ممکن دا شمېر نور هم زیات شي.