د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، د سعودي عربستان له پاچا سلمان سرهیې د سعودي د خبریال جمال خاشقجي د تري تم کېدو د قضیې په اړه خبرې وکړې او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یې هم سمدستي هغه هېواد ته واستاوه چې له پاچا سرهیې وګوري.
ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې مایک پامپیو سعودي عربستان او د اړتیا په صورت کې به نورو ځایونو لکه ترکیې ته هم ولاړ شي.
ښاغلی ټرمپ زیاتوي:
"هغه، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سعودي عربستان ته ځي. موږ به هېڅ شی پټ پرېنهږدو"
ټرمپ تر دې مخکې په یوه ټویټري پیغام کې وویل چې د سعودي عربستان پاچا سلمان ورته ویلي چې دی هېڅ نهپوهیږي چې له جمال خاشقجي سره څه پېښ شوي.
ټرمپ پرون وروسته خبریالانو ته وویل چې ښایي دا د یاغي قاتلانو کار وي.
په همدې حال کې پرون د لومړي ځل لپاره پلټونکو په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې چې خاشقجي څه کم دوه اوونۍ مخکې ورغلی و، پلټنې پیل کړې.