د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وایي چې د وچکالۍ له امله ۲۰ ولایتونه د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.
د دې ادارې مرستیال اسلم سیاس د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې سلګونه زره کورنۍ د جګړو او وچکالۍ له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي چې عاجلو خوراکي موادو ته اړتیا لري.
ښاغلی سیاس زیاتوي:
"موږ ثبت شوې ۵۰۰ زره کورنۍ لرو چې د مختلفو دلایلو لکه وچکالۍ، طبیعي پېښو او جګړو له امله له خپلو سیمو بېځایه شوي دي."
ښاغلی سیاس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د چارو مشر توبي لینزر ویلي چې د روان کال د ډسمبر تر میاشتې پورې به د افغانستان نږدې درې میلیونه وګړي د خوراکي موادو له جدي خطر سره مخامخ شي.
د هغه په وینا وچکالي د افغانستان شمالي او لوېدیځ ولایتونه له جدي ګواښ سره مخ کړي چې له املهیې سلګونه زره کسانو خپل کورونه پرېښي دي.