کمزورې حفظ‌الصحه د ماشومانو د نس ناستي د ناروغۍ عامل بلل کېږي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره یا یونېسف وایي، څېړنې ښیي چې کمزورې حفظ‌الصحه د افغانستان د ښوونځیو د ۴۰ فیصده ماشومانو د نس ناستي یا اسهال د ناروغۍ عامل بلل کېږي.

یونېسف د دوشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د حفظ‌الصحې له وسایلو استفاده او پر صابون د لاسونو مینځل تر ډېره پر دغې ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخه نیسي.

د افغانستان حکومت د یونېسف په همکارۍ پرون پر صابون د لاسونو د مینځلو نړیواله ورځ ولمانځله.