سعودي وايي، دوی به د هر ډول بندیزونو په وړاندې ځواب ووايي

سعودي عربستان وايي، دوی به د هر ډول هغو بندیزونو په وړاندې ځواب ووايي چې که پر دې هېواد د ژورنالېست جمال خاشقجي د ورکېدو له کبله ولګول شي.

ترکي چارواکي ګومان کوي چې خاشقجي به تېره اوونۍ په استانبول کې د سعودي په کنسولګرۍ کې وژل شوی وی.

د سعودي دولتي خبري اژانس د یوې داسې سعودي چارواکې له خولې چې نوم یې نه‎دی یاد شوی ویلي چې سعودي سلطنت به په‎دې اړه د هر ډول ګواښونو ځواب ووايي، هغه که اقتصادي بندیزونه وي او که سیاسي فشار وي.

د سعودي چارواکو دا بیان داسې وخت خپریږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که څرګنده شي چې سعودي د خاشقجي په تري تم کېدو او مشکوک قتل کې لاس ولري دا هېواد به له جدي عواقبو سره مخ شي.

جمال خاشقجي یو سعودي ژورنالېست و چې د سعودي پر ولیعهد محمد بن سلمان یې انتقادي لیکنې خپرولې.

سعودي سلطنت، د خاشقجي په قتل کې د لاس لرلو ادعاوې بې بنسټه بللي، خو داسې هېڅ ثبوت یې نه‎دی وړاندې کړی چې وښيې په استانبول کې د دې هېواد کنسولګرۍ ته د اکټوبر په دوهمه نېټه ورغلی خاشقجي دې بېرته ژوندۍ له کنسولګرۍ وتلی وي.