پاکستاني چارواکو په سپین بولدک د اغزن سیم د غځولو کار ودرولی

په سپین‎بولدک کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ له څو ساعته جګړې وروسته پاکستاني چارواکو دغلته د اغزن سیم د غځولو کار ودرولی دی.

جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وايي چې تېره ورځ د کندهار د سپين‎بولدک او ښورابک ولسوالیو د سروڅاهانو په سيمه کې د پاکستاني ځواکونو سره د افغان سرحدي ځواکونو له څو ساعته جګړې وروسته جګړه او سيمه کې د پاکستاني ځواکونو له‎خوا د اغزن سیم د غځولو کار درېدلی او سيمې ته اضافي ځواکونه هم لېږل شوي دي.

عيسي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه دا مهال د تيار سئ په حال کې دي:

"تقریباً اته ساعته هلته جګړه روانه او اوس پرته له تلفاتو جګړه پای ته رسېدلې او په سیمه کې د پاکستاني لورې له‎خوا د اغزن تار د غزولو چارې هم ځنډېدلي دي. اوس سیمه کې جګړه نه‎شته."

پاکستان له دغه جګړې وروسته په سمدستي توګه په سپين‎بولدک ولسوالۍ کې د دوستۍ دروازه هم د تګ راتګ پر مخ وتړله.

تراوسه پاکستاني لوري د جګړې په تړاو تبصره نه‎ده کړې.