د نیمې نړۍ دا خپرونه د هغو نجونو په ژوند را څرخي چې د هلک کورنۍ یې د خپل زوی د اصلاح کولو لپاره ودوي اوپه دې سره نوې واده شوې ناوې له ګڼو نا خوالو سره مخ شي.
- ایا هغه مسولیتونه چې میندې او پلرونه یې په ترسره کولو کې پاتې راغلي، نوې واده شوې ناوې به یې سرته ورسولی شي؟
- له حقوقي او ټولنیز اړخه له بد چلنده مېړونو سره د نوي ژوند پیلول ښځې له کومو ستونزو سره مخ کولی شي او د حل لارې یې څه دي؟
په دې اړه مو یو راپور برابر کړئ.
د خپرونې په لړ کې د یوه ټولنپوه مرکه هم لرو، خو اوس راپور ته غوږ شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
جوړوونکې: فرشته غني