د فوټبال غوره لیګ: شاهین اسمايي او سپین غر بازان سره لوبېږي

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د سیالیو په دوام نن د شاهین اسمايي او د سپین غر بازانو لوبډلې یو د بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

د دغې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا د سیمرغ البرز او عقابان هندوکش لوبډلې یو د بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وتلې وې.

د تېرې شپې لوبه بیا سیمرغ البرز درې د یو پر وړاندې له سیالۍ لوبډلې عقابان هندوکش څخه وګټله.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اتو لوبډلو تر منځ د روانې اکتوبر میاشتې له اومې نېټې راهیسې په مرکز کابل کې پیل شوي دي.