ټرمپ: باوري یم چې پوتين «ښايي» په وژنو کې لاس ولري 

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر وايي، دى په دې باور دى چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين «ښايي» په وژنو کې لاس ولري.

ډونالډ ټرمپ په يوه ټلوېزيوني مرکه کې هغه ادعا بيا تکرار کړه چې مسکو د امريکا په سياستونو کې لاسوهنه کړې ده.

ښاغلي ټرمپ دا هم وويل چې نه پوهېږي د امريکا دفاع وزير جېمز مټيس پلان لري چې له خپلې دندې لېرې شي که نه؟ خو ده وويل دغه څلور ستوري لرونکى جنرال يو ډول ډيموکرات ورته ښکاري او احتمال لري چې له خپلې وظيفې لېرې شي.

ولسمشر ټرمپ دا خبرې د «CBS» ټلوېزيون له «شپېته دقيقې» پروګرام سره په مرکه کې کړي چې پرون خپره شوه.

مرکه کوونکې ليسلي ستال «Lesley Stahl» پوښتنه وکړه ايا دى له خلکو سره موافق دى چې ادعا کوي پوتين د خپلو منتقدانو په وژنه کې دخيل دی؟

ولسمشر ټرمپ په ځواب کې وويل:

"ښايي دخيل وي. هو. شايد."

دا لا معلومه نه ده چې ولسمشر ټرمپ کومې وژنې يادوي چې شک کېږي پوتين په کې دخيل دي، خو د روسيې د دغه رهبر ګڼ منتقدان يا د مشکوکو زهرو په واسطه يا په مرموزو شرايطو کې وژل شوي دي.