د ننګرهار ولایت د هسکې مينې ولسوال رضوان الله بشرمل د يکشنبې په ورځ په هغه ناسته کې چې د ننګرهار ولایت مرستیال په مشرۍ د يو شمېر ادارو مسوولین دې ولسوالۍ ته ورغلي وو، وويل چې د دې ولسوالۍ زياتې سیمې له داعش وسلهوالو پاکې شوي او مهم مرکزونه يې هم له منځه تللي، خو د هغه په خبره د دې ولسوالۍ په ټولو داعش ځپلو سیمو کې روغتيايي مرکزونه، ښوونځي، د خلکو کورونه او سړکونه په بشپړ ډول لهمنځه تللي دي.
په داعش ځپلو سیمو کې روغتيايي مرکزونه، ښوونځي او د خلکو مېنې په بشپړ ډول تخریب شوي.
دی وايي، که پهدې سیمو کې امنيتي پوستې او خلکو ته د اوسېدو اسانتیاوې برابرې نهشي، خلک زړه نه ښه کوي چې خالي کنډوالو ته راستانه شي.
بشرمل زیاته کړه:
"کورونه وران دي، عامه تاسیسات وران دي، بندونه وران دي او بله مهمه مسئله دا ده چې له دې ځایه کډوال شوي خلک د نظام همکار وو او دلته چې پوستې وانه چول شي او دا خلک مطمئن نهشي دوی نهشي راتللی."
د ولایت مرستیال تميم عارف مومند وايي، په هغو برخو کې چې د ولس اړتيا ده د ولایت مقام ژمن دی چې په مختلفو برخو کې د ولس غوښتنو ته ځواب ووايي.
ښاغلی مومند زیاتوي:
"موږ يو وار بیا ژمنه کوو، که د پوهنې په برخه کې وي، که هغه د روغتیا او یا نورو په برخو کې اړتياوې وي، انشالله ولایتي اداره ژمنه ده او په هغې برخو کې به نور هم کار وکړو."
د ولایتي ادارې یو شمېر مسوولینو هسکې مېنې ولسوالۍ ته پهدې سفر کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې د ځينو پروژو پرانېسته هم وکړه.
د عامه روغتيا رئيس ډاکټر نجیب کامهوال او د پوهنې رئيس حسیب الله شينواري دې ولسوالۍ ته د منظور شوېو پروژو په اړه ازادي راډيو ته وويل، د روغتیا او پوهنې په برخو کې به تر یوه حده شته ستونزې اوارې شي:
"ډاکټر نجیب کاموال: نن د دې روغتون چارې چې ستاسې په مخ کې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، دا به له ۳۰ نه تر ۵۰ پورې بستر ولري او د راتلوونکو دوو کالو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.
حسیب الله شینواری: په را روان کال کې موږ غواړو چې د هسکې مېنې ولسوالۍ څلور بابه ښوونځيو ته تعميرونه ورغوو او هغه د سرپنا ستونزه يې حل کړو، همدارنګه د شپولې لېسې لپاره په همدې ورځو کې یو تعمير شروع کېږي چې د هغې لپاره مو ساحه مشخصه کړې ده، بل د لومړي ځل لپاره موږ پهدې ولسوالۍ کې ښځينه زده کوونکو لپاره دارالمعلمين پيل کړ چې په هغې کې به ښځينه ښوونکې روزل کېږي او دې سره به د ښځينه ښوونکو د کمبود ستونزه حل شي."
د هسکې مېنې ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره په تېره یوه نيمه لسیزه کې د چارواکو ټول سفرونه د جګړو او عملياتو په تړاو وو، خو دا لومړی ځل دی چې د ولایتي ادارې یو شمېر مسوولین دې ولسوالۍ ته د پروژو د پرانېستې لپاره ورځي.
دوی وايي، که حکومتي چارواکي د هسکې مېنې پرمختيايي کارونو تطبیق ته د اړوندو ادارو پام راوانهړوي او داعش ځپلو سیمو کې د امنیت د خوندیتوب تر څنګ خلکو ته د اوسېدا زمینه برابره نهکړي، نو د امنیت په برخه کې د امنيتي ځواکونو لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي.
راپور: شاه محمود شینواری- ننګرهار
د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5