په سپین بولدک کې د افغان پوځ او پاکستانۍ ملېشې ترمنځ نښته پيل شوې

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه پېل شوې ده.

په کندهار کې د سرحدي ځواکونو د دريمي لوا درستيزوال ډګروال امين الله وایي چې نښته درې ساعته مخکي د سپين بولدک-ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو لخوا د اغزن سيم د مخنيوي په غبرګون شوې ده.

ډګروال امين الله وویل چې امنیتي ځواکونو سيمه کې د پاکستاني پوځيانو لخوا د اغزن سیم د غځولو مخنیوی کړی چې پاکستاني لوري ورباندې بريد کړی او وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د سرحدي ځواکونو دغه چارواکي وویل چې جګړه اوس هم روانه ده خو زيان نه لري.

پاکستان له نښتي وروسته د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ کې خپله دروازه د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

پاکستاني لوري تر اوسه د جګړې په تړاو تبصره نه ده کړې.

--