د روسیې د اپوزیسیون مشر الیکسي نوالني چې د حکومت پر ضد یې د اعتراضونو د ترتیبولو په خاطر ۲۰ ورځې په بند کې تېرې کړې، خوشي شو.
خبریالان وايي، نوالني نن یکشنبه سهار وختي د مسکو په جنوب کې له توقیف ځایه ووت او په هغه موټر کې روان شو چې ده ته انتظار و.
نوالني په تېر سپټمبر کې په دې خاطر چې د سږ کال په لومړیو کې یې د مخالفانو اعتراض ترتیب کړی و، له ۲۴ څخه تر ۲۰ ورځو پورې بندي شو.