د تخار ولايت چارواکي وايي په رستاق ولسوالۍ کې د پرونې چاودنې څېړنه پيل شوې ده.
د تخار والي وياند محمد جواد هجري نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، د وژل شويو کسانو شمېر ٢٢ او د ټپيانو ٣٦ کسانو ته رسېدلى دى.
چاودنه د نظيفې يوسفي بېګ په نوم د ولسي جرګې د يوې کانديدې د انتخاباتي کمپاين پر مهال وشوه.
په پېښه کې چې لا يې چا مسووليت نه دى منلى، خپله مېرمن نظيفې يوسفي ته زيان نه دى اوښتى.
د تخار والي وياند وايي، چاودنه د هغو موادو په نتيجه کې شوې، چې پر يوه موټرسايکل ځاى پر ځاى شوي وو.
د والي وياند وايي د پېښې د څېړلو لپاره سيمې ته يو دولتي هيئت لېږل شوى دى.