د جنوبي کوريا د غرختونکو د يوې ډلې نهه غړي په نيپال کې مړه شوي دي.
دوى وروسته له هغې مړه شول چې په يوه غره کې د توفاني واورې له کبله په يوه دره کې بند پاتې شول.
دا په وروستيو کلونو کې په نيپال کې د غرختلو تر ټولو ناوړه پېښه ګڼل کېږي.
د نيپال پوليسو پرون وويل، کليوال د پېښې ځاى ته چې ٧زره ٩١٣ متره لوړه ده، ورسېدل او د اتو غرختونکو مړي يې ايستلي دي.
ويل شوي چې په دوى کې څلور کسان د جنوبي کوريا او څلور نور يې نيپالي لارښودان دي.
نهم تن چې د جنوبي کوريا بل غرختونکى دى، د لومړنيو راپورونو پر اساس لادرکه و، خو چارواکو وروسته وويل چې د وژونکي توفان له کبله مړ شوى دى.