په ارزګان کې د پولیو ۱۵مشکوکې پېښې ثبت شوي

د ارزګان ولايت چارواکي وايي د روان ميلادي کال له پيله دوى د ګوزڼ يا پوليو ١٥ مشکوکې پېښې ثبت کړي دي.

د مرکز ترينکوټ د ولايتي روغتون مشر ډاکټر امين الله توخي نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل:

"د ٢٠١٨میلادي کال له پيله موږ ته د ګوزڼ ١٥ مشکوکې پېښې راغلي چې مثبتې نه وې، خو مشکوکې وې، امکانات شته چې په ارزګان کې د ګوزڼ پېښې زياتې شي."

د ارزګان روغتيايي چارواکي وايي د ګوزڼ د مشکوکو پېښو يو علت دا دى چې د دولت وسله وال مخالفین د واکسين د کمپاين مخه نيسي.

د افغانستان د روغتيا وزارت په حواله په روان مېلادي کال کې د جولاى تر ٢٢مې پورې په افغانستان کې د ګوزڼ يا پوليو ١٠ پېښې ثبت شوي، حال دا چې په ٢٠١٧میلادي کال کې د دغو پېښو شمېر ١۴ و.

افغانستان، پاکستان او نايجريا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې هر کال د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې په کې ثبتېږي.