په ارزګان کې د پولیو د مثبتو پېښو خطر او د شري ۹۰ سلنه زیاتوالی

په ارزګان کې روغیتايي مسؤلین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې ورځ تربلې د پولیو یا ګوزڼ د پېښو د رامنځته کولو خطر زیاتېږي.

دغه روغیتايي مسؤلین زیاتوي چې په ارزګان کې د شري ناروغي هم د پخوا په پرتله ۹۰ سلنه زیات شوې ده.

د واکسين د برخې د ادارې مسؤلین هم مني، خو وايي چې د مخنیوي لپاره يې هلې ځلې پیل کړې دي.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور