د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، پر ریاض د پوځي تجهیزاتو د خرڅلاو بندیز به دا معنی ولري چې امریکا ځان ته سزا ورکوي.
ډونالد ټرمپ پرون شنبه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې نورې زورورې لارې هم شته چې امریکا يې خپلولای شي، خو د جزیاتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
ټرمپ وویل، که امریکا پر سعودي عربستان وسلې بندې کړې، سعودي عربستان به یې له روسیې اخیستل پيل کړي.
ټرمپ وویل:
"فکر وکړئ، دا د ۱۱۰ ميلیاردو ډالرو خبره ده چې نورو هېوادونو ته به یې ورکړي، زما په باور، دا به د امریکا ساده ګي وي."
ژورنالست جمال خاشقجي د اکټوبر په ۲مه په ضروري اسنادو پسې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ورغلی و او لادرکه شو.
په امریکا کې ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ویلي، که د خاشقجي په قتل کې د سعودي عربستان د حکومت دخالت ثابت شي، واشنګټن باید پر سعودي عربستان د پوځي تجهیزاتو خرڅلاو بند کړي.