چارواکي: د جوزجان په قرقین کې د وسله والو مخالفینو محاصره ماته شوې

د جوزجان چارواکي وایي، د قرقین ولسوالۍ مرکز ته د کومانډو ځواکونو په ور رسېدو سره دغه سیمه د وسله والو مخالفینو له محاصرې را ووته.

د جوزجان والي لطف الله عزیزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د قرقین پر مرکز تهاجمي بریدونه شوي او امنیتي ځواکونه هلته په محاصرې کې وو.

ښاغلی عزیزي د وسله والو مخالفینو هڅه د انتخاباتو د بهیر ستونزمن کول وو.

نوموړي وویل:

"هو محاصره ماته شوې ده، له نېکه مرغه زموږ د ځواکونو د مقاومت له کبله، د دښمن شااوخوا څلوېښتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، د کومانډو ځواکونو په رسېدو سره دښمن وتښتېد او لېرې پرتو سیمو ته یې پناه وړې ده، دوی هڅه کوي چې انتخابات چې یوه ملي پروسه ده، وځنډوي او ويې ګواښي."

ښاغلي عزیزي وویل چې په کلیو کې تصفیوي عملیات دوام لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.