په لوګر کې ۱۱۸ عصري ممیزخونې جوړېږي

په لوګر کې ۱۱۸ عصري ممیزخونې جوړېږي.

د لوګر د کرنې رئیس محمدالدین مومند وايي، دغه ممیزخونې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام یا NHLP له لورې جوړېږي.

دغه ممیزخونې چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او د یاد ولایت په محمداغې، څرخ او برکي‌ برک ولسوالیو کې جوړېږي، د جوړولو ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام او پاتې ۴۰ سلنه لګښت یې بڼوال ورکوي چې هر یوه خونه یې له ۷-۸ مټریک ټنه د انګورو د ساتلو او په ممیزو د بدلولو وړتیا لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو ممیزخونو په جوړولو سره به د بڼوالو عواید ۳۳ سلنه زیات شي.

د ده په خبره، په دې سره به د سیمې اوسېدونکو ته د کاري فرصتونو د برابرېدو تر څنګ، د انګورو د محصولاتو د ضایع کېدو مخه هم ونیول شي.