زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره وکتل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره وکتل.

امریکایۍ وال ستریت ژورنال ورځپانه د یوه کس په وینا چې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ له خبرو باخبره دی لیکي چې دا خبرې پرون په پلازمینه دوحه کې وشوې، په هغه ځای کې چې طالبان سیاسي دفتر لري.

د تیرو څلورو میاشتو په ترڅ کې دا دوهم ځل دی چې امریکایي چارواکي د طالبانو له استازیو سره مخامخ خبرې کوي. وال ستریت ژورنال لیکي چې تر اوسه روښانه نه ده چې دواړو لوریو پر کومو ځانګړیو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده چې دا خبرې په دوحه کې شوې دي که نه دي.

د رویټرز اژانس په وینا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند چې د نوم له اخیستو ډډه کړې ده، ویلي دي چې د ځانګړیو غونډو او دیپلوماتیکو خبرو محتوا نه شي تاییدولی.

خو دې ویاند دا خبره وکړه چې د ښاغلي خلیلزاد د دې سفر هدف همدا دی چې له بیلابیلو لوریو سره د مذاکرو له لارې د افغانستان د لانجې لپاره یوحل لار ولټوي.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي دغه سفر چې نژدې لس ورځې مخکې پیل شوی و سبا پای ته رسیږي، د دې سفر په ترڅ کې خلیلزاد افغانستان، پاکستان، متحد عربي امارات، سعودي عربستان او قطر څخه لیدنه وکړه او په دې هیوادو کې یې له چارواکو سره وکتل.