اسرائيلي ځواکونو پرون ٧ فلسطينيان وژلي دي

د فلسطين د روغتيا وزارت وايي اسرائيلي ځواکونو پرون د غزې تړانګې په سرحد کې ٧ فلسطينيان وژلي دي.

د غزې ورغتيايي سرچينې وايي ١٤٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

د اسرائيل پوځ وايي شا و خوا ١٥زره مظاهره چيانو پر سرحدي خنډونو او اسرائيلي پوځيانو د ډبرو، چاودېدونکو وسيلو، اورشيندونکو بمونو او لاسي بمونو ورونه کول.

د اسرائيل د پوځ په خبره سرتېرو يوه ډله مزاحمت جوړوونکي ويشتلي چې له خنډونو څخه تېر شوي وو او د اسرائيل پر يوه پوسته يې حمله وکړه.

د فلسطين د روغتيا وزارت په حواله، له کله چې د مارچ پر ٣٠مه د سرحد په اوږدو کې اعتراضونه پيل شوي، د غزې شا و خوا ٢٠٠ اوسېدونکي وژل شوي دي.

اسرائيل افراطي ډله حماس چې پر غزه کنټرول لري، د دغو اعتراضونو په تنظيم تورنه کړې ده. خو حماس دا تورونه ردوي.