د هندوستان د ژوند-چاپېريال يو وتلى فعال د شپږاتيا کلونو په عمر مړ شو.
دغه فعال د حکومت له خوا د ګنګا سيند د نه پاکولو له کبله له څه باندې ١٥ اوونيو راهيسې غذايي اعتصاب کړى و.
په هندوستان کې دننه او بهر ګڼو فعالانو د جي. ډي. اګروال پر مړينه چې په چاپېريال ساتنه کې يې PhD کړې وه، خواخوږي ښوولې ده.
ګنګا چې هندوان يې عبادت کوي، د هندوستان تر ټولو پراخ سيند دى، چې ډېر ناولى شوى دى.
د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي چې په ٢٠١٤م کال کې واک ته ورسېد، د دغه سيند د پاکولو ژمنه کړې وه، چې ٤٠٠ مليونه وګړي ګټه ورڅخه اخلي.
د چاپېريال ساتنې يوه فعال راکيش جېسوال وويل: اګروال په ګنګا سيند کې د کثافاتو زياتېدو له کبله پر حکومت د انتقاد مخکښ غږ و.