د بدخشان د دوو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره چمتووالى روان دى

د بدخشان امنيتي چارواکي وايي د يمګان او وردوج ولسواليو د بېرته نيولو لپاره له ١٠ مياشتو راهيسې چمتووالى روان دى.

د بدخشان دغه دوې ناامنې ولسوالۍ له شا و خوا درېيو کلونو راهيسې د وسلوالو طالبانو په کنټرول کې دي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثنا الله روحاني پرون ازادۍ راډيو ته وويل، دوى د مرکز امر ته په تمه دي:

”لس مياشتې کېږي د وردوج او يمګان ولسواليو د پوځي عملياتو لپاره چمتووالى روان دى. د حکومتي چارواکو هدايت ته په تمه يو. بهرني ځواکونه په ثور مياشت کې راغلي وو او ويلي يې وو، چې دا عمليات به په شريکه کوو. اول به ځمکني بيا هوايي عمليات کېږي.“

تر دې مخکې هم د دغو دوو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو د چمتووالي خبر ورکړل شوى و.