د روسیې په چواش جمهوریت کې ملي ماتم اعلان شوی

د روسیې په چواش جمهوریت کې نن جمعه د اکټوبر۱۲مه، ملي ماتم اعلان شوی دی.

په چواش جمهوریت کې پرون سهار یو فیات مني بس له یوې لارۍ سره ټکر شو او ۱۱ تنه په کې ووژل شو.

په دې پېښه کې دوه موټر چلوونکي او ۶ مسافر زخمیان شوي دي. د چواش پولیسو د لاري چلونکی نیولی او څېړنې کوي.

د روسیې په ولګا منطقه کې د دې سیمې مشر، میخایل ایګناتیو، د وژل شوېو کسانو کورنیو ته په ځانګړي پيغام کې وویل چې د چواش خلک پردې پېښه غمجن دي.