د سره صلیب نړیوالې ادارې نن وویل چې وسله والو طالبانو موافقه ورسره وکړه چې په افغانستان کې د هغوی پر مرستندویانو به حملې نه کوي.
په کابل کې د دې خیریه ټولنې ویاندې، اندریا پرېتا رويټرز خبري اژانس ته نن جمعه د اکټوبر ۱۲مه، ویلي چې وسله والو طالبانو ته یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان په زندانونو کې ټولو بندیانو ته مرستې کوي او د خپلو طبي پروګرامونو په اړه یې معلومات ورکړي دي.
اندریا پرېتا ویلي چې د سره صلیب استازو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره خبرې وکړې او موافقه وشوه چې د سره صلیب کارکوونکي به په افغانستان کې د جګړې ټولو خواوو ته طبي مرستي کوي.
وسله والو طالبانو په یوه بیان کې دا خبر تأیید کړی دی.
وسله والو طالبانو په اګسټ کې وویل چې د سره صلیب ټولنې د هغوی بندیانو ته چې د پلچرخي په زندان کې یې غذايي اعتصاب کړی وو، سمې مرستې نه دي رسولي او د سره صلیب کارکوونکو ته ورکړی امنیتي ضمانت یې لغوه کړ.