ګاونډي هېوادونو ته د افغانستان د اجرائیه رئیس پیغام!

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، زموږ ګاونډي باید وپوهېږي چې موږ له ترورېزم سره په داسې جنګ کې چې هغوی باید جنګېدلي وای، جنګېږو.

عبدالله عبدالله نن جمعه د اکټوبر۱۲مه، په تاجکستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان اولسمې غونډې ته وینا وکړه او وروسته يې په یوه خبري غونډه کې وویل:

"ټول دوست هېوادونه، مخصوصاً ګاونډي هېوادونه باید وپوهېږي چې هغه جنګ چې تروریستانو به له دوی سره کولای، موږ کوو، یعنې یوازې طالبان نه دي، بلکه له موږ سره د ټولې منځنۍ اسیا تروریستان د طالبانو ترڅنګ جنګېږي."

عبدالله عبدالله پرون تاجکستان ته ولاړ.

د شانګهاي د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ میلادي کال کې جوړ شوی چې روسیه، چین، هند، پاکستان او د منځنۍ اسیا ۴ جمهوریتونه یې غړي دي.

ایران، افغانستان، بېلاروس او منګولیا په‎دې سازمان کې څارونکي دي.