د پروان امنیتي چارواکي وايي چې په بګرام ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې تېره شپه ۲ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد محفوظ ولیزاده ازادي راډیو ته نن ، جمعه د اکټوبر۱۲مه ، بمبارد پر هغو وسلهوالو طالبانو شوی چې د بګرام د بخشي خېلو له کلي يې د بګرام پر هوايي ډګر د راکټي حملې پلان درلود .
وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.