اڅکزی: ځواکمن هېوادونه دې افغانستان وساتي

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر تور پورې کړی چې د جولای پر ۲۵مه په انتخاباتو کې درغلي شوې. محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر اوومه د ګوند د شهیدانو ورځې په مناسبت په کوټه کې غونډې ته وویل، دا کار یوازې د یوه کس د وزیر اعظمۍ لپاره شوی. د پاکستان انتخاباتو کمېشن دا تور په بیا بیا رد کړی. اڅکزي وویل، افغانان له ۴۰ کلونو راهیسې د جګړې ښکار دي نو نړیوال ځواکمن هېوادونه دې د افغانستان پولې وساتي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.