په کابل کې د امریکا سفیر جان باس د بامیانو ولایت ته تللی و

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتو سفیر جان باس د بامیانو ولایت ته تللی و، څو دغلته عمومي وضعیت او د سیمې اړتیاوې وڅېړي.

په بامیانو کې د ازادي راډیو خبریال وايي، جان باس د خپلې دې یو ورځني سفر په ترڅ کې د بامیانو له سیمه‎ییزو چارواکو، د ولایتي شورا له استازو او د دې ولایت له مدني فعالانو سره لیدنې وکړې.

چارواکو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې بامیانو ته د امریکا د سفیر جان باس د سفر هدف د دې ولایت د عمومي وضیعت او اساسي اړتیاوو معلومول وو.

جان باس بامیانو ته د خپل سفر په ترڅ کې دغلته د بودا نړیدلې مجسمې هم ولېدې.

د امریکا متحده ایالات د افغانستان له لویو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی چې دا مهال په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر د بیارغونې او پراختیايي پروژې پرمخ وړي.