د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کرکټ یوه میاشتنۍ ټورنمېنټ تېره ورځ ناوخته د پوهنتون اې لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.
په دغه ټورنمېنټ کې چې ۲۴ لوبډلو برخه اخېستې وه لومړی مقام پوهنتون اې ټيم دوهم عابد ټيم اودرېیم مقام د لمر ټيم ترلاسه کړ.
پهدغه ولایت کې د کرکټ بورډ د اداري مشر محمدنبي عادل د یادې لوبې د پای مراسمو کې ازادي راډيو ته وویل چې دا ټورنمېنټ د پوهتنون د ادارې لهخوا ترتیب شوی وو.
بلخوا لوبغاړي هم خوښ وو او له کرکټ بورډه یې دا غوښتنه وه چې لوبغالی ورته جوړ کړي او ټورنمینټونه ورته ترتیب کړي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5