۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، د کندز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په نښته کې ۶ سرتېري او ۷ تنه طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل، جګړه پرون سهار وختي وروسته له هغه پیل شوه چې طالبانو د سرحدي ځواکونو پر پوستو حملې وکړې. رضايي زیاته کړه:
" له بده مرغه د سرحدي ځواکونو شپږ سرتېري شهیدان شول او څلور تنه یې ټپیان دي او د مقابل لوري هم اوه کسان وژل شوي او یوولس یې ټپیان دي."
په همدې حال کې د کندز د ولایتي شورا یو غړی امرالدین ولي وايي چې په قلعه زال ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې د سرحدي ځواکونو ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.
د ولایتي شورا بل غړي سید اسدالله ویلي چې په دې حمله کې د سرحدي ځواکونو ۱۳ سرتېري هم ټپیان شوي. خو شاهین قول اردو دا ارقام ردوي.
د دې حملو مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.