د روسیې یو لوړپوړی څېړونکی په ډزو وزل شوی

د روسیې یو لوړپوړی څېړونکی چې د اقتصادي جرايمو او اداري فساد قضيې پر مخ وړي، د مسکو په سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.

د تحقيقاتي کمېټې د مسکو څانګې روسي رسنيو ته ويلي چې ډګروال يوګينيا شيشکينا پرون په ارخانګيلسوکیوی ښار کې د خپل اپارتمان مخې ته په غاړه کې په ډزو ويشتل شوې ده.

د تحقيقاتي کمېټې رئيسې اولګا ورادي وويل، مېرمن شيشکينا تهديد شوې وه او څو مياشتې مخکې يې موټر ته اور ورته شوی وو.

د روسیې تحقيقاتي کميټې په اعلاميه کې ويلي چې د دې کمېټې رئيس الکساندر راستريکين د مېرمن شيشکينا د وژلو تحقيقات شخصاً په خپله په لاس کې اخېستي دي.