فیلیپین ته د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال حشمتالله غفوري د سفر پر مهال په افغانستان کې د بڼوالۍ پروژو ارزښت ته په کتو د اسیا پراختیايي بانک لهخوا څو پروژې منظور شوې.
د دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دې ناسته کې دا پرېکړه هم وشوه چې د اسیا پراختیايي بانک په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له افغانستان سره ۷۵ میلیونه ډالره اضافه مرسته کوي.
ویل کېږي چې دا ناسته د هېوادونو د استازو لهخوا د نظرونو د څرګندولو او د خصوصي سکټور لهخوا د اوبو رسولو د څرنګوالي په اړه په فیلیپین کې جوړه شوې وه.
د کرنې وزارت وايي، ټولو لورو یو له بل سره د ټکنالوژۍ څخه د استفادې اغېزمنې لارې چارې تجربې هم له یو بل سره شریکې کړي.