د کندز چارواکي: قلعه‌زال کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د افغان سرحدي ځواکونو پر پوسته په حمله کې ۴ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کندز د پامیر د ۲۰مې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید تېره شه دوه نیمې بجې د یادې ولسوالۍ په سرخ بیتل سیمه کې شوی دی.

نوموړی په دغه برید کې وسله‌والو طالبانو ته هم د اوښتو تلفاتو خبره کوي.

خو د کندز د ولایتي شورا یو غړي او د قلعه‌زال اوسېدونکي سید حفیط‌الله سادات ازادي راډیو سره په خبرو کې افغان سرحدي ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله ډېره ښودلې.

وسله‌والو طالبانو هم په یو پیغام کې ادعا کړې چې په دغه حمله کې ۱۵ افغان سرحدي ځواکونه وژل شوي او ۱۳ نور تپیان دي.