د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې یوناما د روان میلادي کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه بېسارې ښودلې ده.
د یوناما په راپور کې چې پرون خپور شوی راغلي دي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې ۸۰۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې پهدې کې ۲۷۹۸ تنه وژل شوي او ۵۲۵۲ تنه ټپیان شوي دي.
د یوناما څخه په یوې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي چې وایي، دا مرګ ژوبله په وسلهوالو نښتو، انتحاري بریدونو او د دولت وسلهوالو مخالفینو له لوري په بمي چاودنکو کې رامنځته شوې ده.
ننګرهار او کابل هغه ښارونه بلل شوي چې تر ټولو ډېر تلفات پهکې شوي دي.
تدامیچي یاماموتو په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې په سولهییزه توګه د افغانستان بحران ختم کړي.