ترکي رسنیو انځورونه خپاره کړي چې د خاشقجي په نښه کولو پلان ښیي

ترکي رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې د دوی په وینا د سعودي عربستان د یوه نامتو خبریال په نښه کولو پلان ښیي.

ترکي چارواکي وېره لري چې جمال خاشقجي به په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی وي.

د ترکیې حکومت پلوې ورځپاڼې صباح پرون چهارشنبه د سعودي عربستان د ۱۵ اتباعو نومونه او انځورونه خپاره کړل چې د دوی په خبره د خاشقجي په وژنه کې لاس لري.

خاشقجي چې د سعودي یو منتقد خبریال و د اکټوبر له دوهمې نېټې وروسته له هغه لادرکه شو چې په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته د ځینو شخصي اسنادو ترلاسه کولو لپاره ورغلی و، خو بېرته له قونسلګرۍ څخه نه‎دی راوتلی.

صباح ورځپاڼه وایي، د سعودي له‎خوا دغه ۱۵ کسیزه ډله چې ګواکې د خبریال وژونکي دي په همدې ورځ په دوو الوتکو کې استانبول ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت تېره ورځ په واشنګټن کې د دغه خبریال د لادرکه کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ویلي:

"موږ دا قضاوت نه‎کوو چې څه پېښ شوي دي. متحده ایالات یقیناً د هغه د ځای په اړه اندېښنه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکو له ډیپلوماتیکو چینلونو له سعودي چارواکو سره په‎دې اړه خبرې کړې دي. موږ د سعودي پر حکومت غږ کوو چې د دې قضیې په ارتباط کره او شفاف تحقیقات پیل کړي."

سعودي عربستان د ترکي چارواکو دا ادعا ردوي چې ګواکې خاشقجي دې په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی وي.