ډونالد ټرمپ د سعودي چارواکو سره د خاشقجي په اړه خبرې کړي

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر څرګنده کړه چې په استانبول کې د سعودي عربستان د تري تم شوي خبریال په اړه‌یې له سعودي چارواکو سره خبرې کړې دي.

جمال خاشقجي د اکټوبر په دوهمه وروسته تر دې ورک شو چې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ننووت.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل:

"دا ډېر غمجمن وضعیت دی. ډير بد وضعیت دی. موږ غواړو چې د قضیې له عمقه خبر شوو. موږ به پوه شو چې څوک مسؤل دی. خلکو خاشقجي لیدلی دی چې قونسلګري ته ننوتی بیا نه‌دی راوتی."

ټرمپ زیاته کړه چې موږ غواړو له دې خبر شو چې بیا څه شوي دي.

جمال خاشقجي چې په امریکا کې اوسېده او له واشنګتن پُسټ ورځپاڼې سره‌یې کار کاوه د سعودي عربستان یو سخت منتقد و.