د هندوستان په شمالي ایالت اترا پرادېش کې د اورګاډي د اوښتو له کبله ۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د هندوستان پولیسو ویلي چې دا پیښه نن سهار شوې ده.
د هند د پولیسو افسر انند کمار په خبره د نیوفارکا اکسپرس په نوم د اورګاډي پنځه کابینه د سیمې په وخت د سهار شپږ بجې له خپل مسیره منحرف شول.
دغه اورګاډی د دغه ایالت مرکز لکنهو ته روان وو.
د دې انحراف دلیل تر اوسه معلوم نهدی، خو په هندوستان کې ورته پېښې ډېرې دي.
د دغه هېواد د دولتي ادارو په خبره د ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې تر اوسه ۲۵ زره کسان د اورګاډي د پټلۍ په پېښو کې وژل شوي دي.