د ترکیې صباح دولتي ورځپاڼې نن د سعودي عربستان د ۱۵ استخباراتي کارکوونکو نومونه خپاره کړل چې ویل کېږي د سعودي د نامتو خبریال جمال خاشقجي په لادرکه کېدو کې لاس لري.
خاشقجي وروستی ځل تېره اوونۍ هغه مهال لادرکه شو چې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ننووت، څو د خپل واده په تړاو اسناد ترلاسه کړي.
د نوموړي مېرمن وایي، هغه هېڅکله له قونسلګرۍ راونهووت.
ترکي چارواکي ادعا کوي چې خاشقجي د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی.
د ترکیې امنیتي سرچینې تر دې وړاندې خبر ورکړی وو چې د سعودي عربستان ۱۵ کسیزه ډله چې استخباراتي کارکوونکي هم پهکې ول، د اکټوبر پر دوهمه په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته ولاړل او دا هماغه ورځ وه چې خاشقجي هم په قونسلګرۍ کې وو.
تر دې وروسته دغه کسان له قونسلګرۍ راووتل.
د ترکیې صباح ورځپاڼه وایي، دوی د استانبول هوایي ډګر ته د دغو کسانو د رسېدو او بیا په همدې ورځ په بېلابېلو الوتنو کې د هغوی د بېرته وتلو انځورونه لري.