د ژمنیو المپیکي لوبو د ترسره کولو لپاره ۳ ځایونه نومول شوي

د المپیک نړیوالې کمېټې د ۲۰۲۶ میلادي کال د ژمنیو المپیک لوبو ترسره کولو لپاره درې ځایونه نومولي دي.

د کاناډا کالګاري، د ایټالیا میلان ښار او کورتینا دې امپیزو سیمه او دغه‌راز د سویډن پلازمېنه ستاکهلم هغه ښارونه دي چې ښایي په یوه کې به‌یې دغه لوبې ترسره شي.

د یادې کمېټې مرستیال جان انتونیو سامارانچ په بونس ایرس کې د یوې غونډې پر مهال وویل، درې سره ښارونه د المپیک د باور وړ همکاران دي او ټوله هغه اړین ظرفیت او تجربه لري چې دغه لوبې ترسره کړي.

د ۲۰۲۶ میلادي کال د المپیک ژمنیو لوبو په اړه وروستۍ پرېکړه به راتلونکی کال وشي.