فیفا د انتخاباتو د امنیت پر وړاندې ګواښونه د اندیښنې وړ بولي

یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د انتخاباتو د امنیت پر وړاندې ګواښونه د اندېښنې وړ بولي.

د دغې ادارې اجرائیوي مشر یوسف رشید د ولسي جرګې پر نوماندانو وروستیو بریدونو ته په اشارې وایي چې دا بریدونه د انتخاباتو د امنیت په برخه کې د جدي نیمګړتیاوو ښکارندویي کوي او زیاتوي که دا لړۍ دوام وکړي، نو د انتخاباتو پر بهیر به ناوړه اغېز ولري.

ښاغلي رشید ازادي راډیو ته وویل:

"د کاندیدانو د امنیت په برخه یا سمې برنامې نه‎دي ترتیب شوي او یا د امنیتي ارګانونو او کاندیدانو ترمنځ همغږي نه‌شته چې دا تشه کولای شي په نورو ورځو کې یا د ټاکنو بهیر کې دا مسئله ستونزمنه کړي او حتی خلک له رواني لحاظه کولای شي په انتخاباتو کې له ګډونه یا منع کړي یا یې ډېر کمرنګ کړي."

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسؤلینو نن ازادي راډیو ته ویلي چې تر خپله وسه‌یې د انتخاباتو د امنیت په برخه کې پروګرامونه او پلانونه پلي کړي، خو په عین حال کې یې پر خلکو غږ کړی چې په‎دې برخه کې له امنیتي ارګانونو سره همکاري وکړي.

دا اندېښنې داسې مهال راپورته شوي چې په‎دې وروستیو کې د ولسي جرګې پر نوماندانو او د هغوی پر انتخاباتي کمپاینرانو بریدونه ډېر شوي دي.

په وروستۍ بېلګه کې یې پرون سې شنبه د هلمند ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند صالح محمد اڅکزی او اووه تنه نور ملګري یې په یوې انتحاري حملې کې ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.