فاریاب: د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون ۶ مخالفین وژل شوي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسؤل حنیف رضایي د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون د شپږو تنو وسله‎والو مخالفینو د وژل کېدو خبره کړې ده.

ښاغلي رضایي رسنیو ته ویلي چې تېره شپه دولس نیمې بجې افغان امنیتي ځواکونو د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې پر یوه کلي هوایي برید وکړ چې د ملا داوود په نوم د یوې ۵۰ کسیزې ډلې مشر له خپلو ساتونکو سره ووژل شو.

د رضایي په خبره د دغو کسانو سره وسلې او مهمات تخریب شوي دي.

طالبانو تر اوسه په‎دې اړه تبصره نه‎ده کړې.