د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا په لوګر ولایت کې څلور بېلابېلې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو پروژو کې د اوبو لګولو درې شبکې، د اداري ودانیو جوړول، کروندګرو ته د ټراکتورونو او باغدارۍ د نورو وسایلو او توکو وېشل شامل دي.
د دغو پروژو د پلي کولو هدف په لوګر ولایت کې له کروندګرو سره مرستې او د کورني محصولاتو زیاتوالی دی.
د ښاغلي رستمي د معلوماتو له مخې په دغو پروژو په ټولیز ډول ۶۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
نوموړی وايي، ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې په لوګر ولایت کې په ښځینه کروندګرو زر کورني باغچې هم ووېشل شي.