د کرکټ په غوره لیګ کې کابل ځوانانو ننګرهار لوبډلې ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې تېره شپه د کابل ځوانانو لوبډلې ننګرهار لوبډلې ته ماته ورکړه.

د لوبې پچه د کابل ځوانانو لوبډلې وګټله او د ننګرهار لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې د ننګرهار ليپرډس لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلور لوبغاړو په زیان سره د کابل ځوانانو لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د کابل ځوانانو لوبډلې ورکړل شوی هدف د حضرت ځاځي په چټکې سلیزې د لوبې په ۱۸م اوور کې د ۳ وایکټو په زیان سره ترلاسه او لوبه یې د ۷ وایکټو په توپير وګټله.

حضرت ځاځی چې د کابل ځوانانو لوبډلې لپاره یې په ۵۵ توپونو ۱۲۴ منډې جوړې کړې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

‎د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو د نن شپې په لوبه کې پکتیا د بلخ په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.