په جوزجان ولایت کې د افغان پوځيانو په هوایي برید کې اته وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
دا خبره د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني نن سې شنبه سهار ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل چې افغان هوايی ځواکونو په قرقین ولسوالۍ کې پر طالبانو بمبار کړی او د اتو تنو په وژلو سربېرهیې د هغوی ۱۸ تنه ټپيان کړي هم دي.
د جوزجان د امنیه قوماندان په خبره، په سیمه کې له نن سهار پنځو بجو پلي افغان پوځیان هم له طالبانو سره په جنګ بوخت دي چې تر اوسه یو افغان سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د ویلو ده چې د جګړې او نا امنیو په سبب د قرقین ولسوالۍ ګڼ اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.