ترکیه وایي، سعودي منلې چې په استانبول کې د دوی قونسلګري د یوه خبریال د مړي او ژوندي د ورکېدو د قضیې په خاطر وپلټي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند هامي اکسوی ویلي چې د سعودي چارواکو چمتووالی وښود چې همکاري به کوي او د قونسلګرۍ د ودانۍ له کتلو سره موافق دي.
د ترکیې د حکومت ځینو چارواکو ویلي چې ښايي جمال خاشُقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی وي.
د سعودي چارواکو د خاشُقجي وژنه رد کړې ده او په دې اړهیې لګېدلي تورونه بېځایه بللي دي.
خاشُقجي د عربستان د حکومت یو منتقد خبریال دی او کال مخکې له دغه هېواده وتلی و.
هغه د امریکا تابعیت درلود او اوس وختیې له خپلې ترکۍ ملګرې سره د وداه لپاره د سعودي قونسلګرۍ ته د ځینو سندونو لپاره ورغلی و.
هغه د اکټوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ورغلی چې تر دې دمهیې مړی او ژوندی ورک دی.