د سوېل ختیځو ولایتونو یو شمېر نارینه او ښځینه بڼوالو او صنعتکارانو خپلو محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره په ګردېز کې یو، یو ورځنی نندارتون جوړ کړ.
په دې نندارتون کې مڼې، شات، مربا، اچار او وچه او تازه مېوه او نور محصولات نندارې ته وړاندې شول چې سلګونه خلکو ورڅخه لیدنه وکړه.
د پکتیا د کرنې رئیس ښاغلي ولید احمد تسل پرون د نندارتون د پرانيستې پر مهال وویل، سږ کال د دې سیمې اوسېدونکو زرګونه ټنه مڼې، جلغوزې او شات بهرنیو هېوادونو ته د صادرولو لپاره چمتو کړي دي.
له بڼوالو سره په دغه نندارتون کې د چارواکو ژمنې دا وې چې د دوی د محصولاتو لپاره به د هېواد په دننه او له هېواده بهر بازار موندنه کوي او هم به د سړو خونو په جوړولو کې جدي اقدام کوي.
د دې تر څنګ د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د نورو چارواکو په ملتیا په پکتیا کې د وچو او تازه مېوو د پروسس او بسته بندۍ د مرکز پرانیسته هم وکړه.