د ننګرهار والي: دوه ډلې دښمنان د هېواد او هېوادوالو پر وړاندې جنګېږي

د ننګرهار والي حيات‌الله حيات د سې شنبې په ورځ د ښوونکي نړیوالې ورځې په لمان‌ځغونډه کې ښوونکو ته د نُمرو د نه‌وېش په اړه د نظام تر چتر لاندې د خلکو د حقوق دښمنه ډله ګرمه وبلله.

ښاغلی حيات وايي، دوه ډلې دښمنان د هېواد او هېوادوالو پر وړاندې جنګېږي چې یوه ډله وسله‎وال مخالفين دي او بله ډله هغه د نظام تر چتر لاندې د خلکو د حقوق زبېښونکي ډله ده چې تر وسله‎والو خطرناک او د خلکو حقوق‌يې تر پخو لاندې کړي.

نوموړی وايي:

"له دې ډلې نه تل خطر وي، دې ته بُزدله ډله دښمنان د افغانستان د خلکو او دې ته د انسان د وينو زبېښونکې ډله وايي چې موږ او تاسو يې ښه پېژنو. دوی د نظام تر چتر لاندې په یو او بل نوم، څوک د دولتي مأمور په نوم، څوک د جهادي قوماندان په نوم، څوک د وکيل په نوم او څوک د سپين‎ږيري په نوم باندې په‎دې ملت‌يې پخه ايښې او همداسې اخته دي چې تر څو يې ساه وباسي."

د ننګرهار والي حيات‌الله حيات

نوموړي وويل، په اداراتو کې کاري او اصلاحي ژمنتيا موجوده ده، خو د دغې ژمنتيا د عملي کېدو پر وړاندې يوازې همدغه ډله خنډ ګرځېدلې ده.

ښاغلي حیات زیاته کړه:

"دا بُزدله دښمنان چې هم د نظام تر چتر لاندې اوسېږي چې په غونډو کې کېني زما او ستا نه اوله څوکۍ غواړي، خو نور زموږ دارایي یې لوټ کړه، زموږ ځنګلونه يې لوټ کړل، زما او ستا کانونه‌يې لوټ کړل زما او ستا والي او رئيس نه‌پرېږدي چې اصلاحات راولي دا هغه ظالمان دي."

په‎دې غونډه کې د ننګرهار د پوهنې رئيس حسیب‌الله شينواري وويل، د ځينو ننګونو سره بیا هم توانېدلی چې په پوهنیز ډګر کې اصلاحات او لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

د نظام تر چتر لاندې د خلکو د حقوق زبېښونکې ډله تر وسله‌والو مخالفينو خطري او زيان اړونکې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ۵۰ ښوونځيو ته چې ځمکې یې نه‌لرلې د ځمکو د انتقال پروسه ترسره شوې، د شوراګانو په واسطه توانېدلي یو چې ۱۷ ښوونځيو ته د ولس په ملاتړ ځمکه برابره کړو، د اداري اصلاحاتو له لارې د ۷۵۰ بریالي شویو ښوونکو ګمارل او همدارنګه د پوهنې ریاست په لومړي ځل ۱۲۰۰ د ازاد رقابت له لارې استخدام کړل، د فساد پر ضد اجراآت شوي چې موږ په لومړي ځل ازاده داوطلبي ترسره کړه."

ولایتي ادارې د ښوونکي د نړیوالې ورځې په غونډه کې ښوونکو سره ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به ښوونکو ته د نُمرو وېش پیل کړي او دارنګه د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال به د ټولو هغو ښوونکو په تنخواوو کې دوه زره افغانۍ زیاتوالی راشي چې زده‎کړې يې لېسانس او یا هم له لېسانس لوړې وي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

راپور

راپور: شاه محمود شینواری