یوه تحقیقاتي وېبپاڼه وايي، د دوی د موندنو له مخې په بریتانیا کې د پخواني روسي جاسوس او د هغه د لور د مسمومېدو په قضیه کې دوهم مشکوک کس د روسیې د ولسمشر لهخوا افتخاري مډال ترلاسه کړی دی.
د بلېنګ کټ ( Bellingcat) په نوم دې بریتانوۍ وېبپاڼې راپور ورکړی چې په کیماوي موادو د سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومولو په قضیه کې دوهم مشکوک کس الکساندر ميشکین څلور کاله مخکې په اوکراین کې د عملیاتو له کبله دا مډال ترلاسه کړی.
د بلېنګ کټ په وینا مېشکین ۳۹ کلن دی او د روسیې په پوځ کې د کار ۱۵ کاله سابقه لري.
دې تحقیقاتي وېبپاڼې همدارنکه ویلي چې الکساندر مېشکین د ۲۰۱۱ م کال څخه تر ۲۰۱۸ م کال پورې څو ځله د الکساندر پتروف په نوم مالدوا او اوکراین ته سفرونه کړي دي.
د بریتانیا په سالزبري ښار کې د روان کال د مارچ په میاشت کې پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او لور یې یولیا په کیماوي موادو مسموم شول چې څو میاشتې روغتون کې بستر وو.
بریتانیا او لوېدیځو متحدانو یې د دې کیماوي برید پړه پر روسیې اچولې ده.
بریتانوي چارواکو په دې برید کې لاس د لرونکو دوو مشکوکو کسانو نومونه اعلان کړي چې لومړنی مشکوک روسلان بوشیروف یاد شوی دی.
چارواکو ویلي ښايي دواړو روسانو بریتانیا ته د سفر پر مهال مستعار نومونه کارولي وي.