په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې، د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې، د جګړې له امله د ډېرو افغانانو د بېځایه کېدو خبر ورکړی دی.
دې ادارې په یوه راپور کې چې نن سې شنبه د اکټوبر ۹مه خپور شو، ویلي چې د روان کال د جنورۍ له میاشتې د اکټوبر تر ۷مې نېټې په افغانستان کې د جګړې له امله ۲۵۰ زره کسان بېځايه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د جولای له میاشتې راهیسې د جګړې د شدت له امله د خلکو د بېځایه کېدو بهیر هم چټک شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې ویلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې تر ۲۸ زره زیات افغانان له خپلو کورونو تېښتې ته اړه شوي دي.
په راپور کې د غزني او پکتیا یادونه هم شوې ده.